د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس کندز ولایت ته سفر وکړ او له سرحدي امریت یې لیدنه وکړه

anwari_morr
Wed, Sep 30 2026 10:10 AM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري تېره ورځ د کاري وضعیت، خدمتونو وړاندې کولو، کډوالو پورې اړوندو فعالیتونو او د مرستندویو همکارو موسسو د فعالیتونو څارنې په موخه کندز ته سفر وکړ او د یاد ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د شیرخان بندر له سرحدي امریت یې لیدنه وکړه.

دغه پلاوي د سرحدي امریت له مسوولینو سره د لیدنې تر څنګ د یاد امریت له مختلفو برخو څارنه وکړه او د چارو څرنګوالي، کډوالو ته د رسېدنې لړۍ، د اړوندو ادارو ترمنځ همغږۍ او لازمو مرستو وړاندې کولو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.

همدارنګه په دغه بندر کې د مرستندویو موسسو د فعالیتونو له څرنګوالي هم څارنه وشوه.

د امریت مسوولینو د فعالیتونو، خدمتونو وړاندې کولو او د مرستو وېش څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي بنوري د مسوولینو د چارو په اړه د اورېدو تر څنګ، پر وخت خدمتونو، د مرستو وېش روڼتیا، اصولو پلي کولو، د اړوندو ادارو او مرستندویو موسسو ترمنځ همغږۍ او د کډوالو اړتیاوو ته پر رسېدو ټينګار وکړ.

Latest news

BACK TO NEWS