په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

anwari_morr
Tue, Sep 22 2026 3:12 PM
_

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او ۷۶۱ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه پیسې به په کابل، فاریاب او کونړ کې ۳۰۰ کورنیو او ۶۰۰ تنو راستنو شویو، بېځایه شویو او کوربه ټولنو ته د نغدي مرستو، خوراکي توکو، روغتیا او حرفوي زده‌کړو په برخو کې مصرفېږي.

Latest news

BACK TO NEWS