د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا له څو تنو جهادي او قومي مشرانو سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لويې پکتیا له څو تنو جهادي او قومي مشرانو سره وکتل.
په دغې لیدنه کې د لویې پکتیا قومي مخور او جهادي قومندان حاجي خان ولي له راستنو شویو سره د اسلامي امارت د مرستو او لاس نیوي ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د کډوالو د راستنولو موضوع خورا ستونزمنه ښکارېده، خو له نېکه مرغه اسلامي نظام په ښه ډول د اړمنو لاس نیوی وکړ او دغه لړۍ یې په سم ډول مدیریت کړه.
نوموړي د ځمکو وېش د راستنو شویو د دایمي ستونزو په حل کې مهم وبلل او ځینې وړاندیزونه یې شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر حاضرو قومي مخورو او جهادي څېرو ته ښه راغلاست وویل او د تېرو دوو جهادي دورو پر مهال یې د هغوی قربانۍ او هڅې وستایلې.
هغه زیاته کړه، چې اسلامي نظام د ولس د قربانیو په پایله کې حاکم شوی او د افغانانو استازولي کوي.
نوموړي د راستنو شویو او اړمنو هېوادوالو خدمت او لاس نیوی د اسلامي امارت مسوولیت یاد کړ او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د ولس ستونزو ته متوجه دی او د حل لپاره یې هڅې کوي.
