په مهاجرینو چارو وزارت کې نیږدې د ۶۰۰ زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

anwari_morr
Wed, Sep 02 2026 3:36 PM

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د افغان ښځو د بیا رغونې ټولنې او د افغان ښځو لپاره د ښځو موسسو سره د ۵۹۰ زره او ۵۰۸ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

دغه پيسې به په غزني، ننګرهار، لغمان او کونړ کې ۱۵ زره او ۷۹۹ کسانو او ۳۳۲ راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د مرکزونو جوړولو، غیرخوراکي توکو وېش او حرفوي زده‌کړو په برخو کې مصرفېږي.

Latest news

BACK TO NEWS