د داوطلبۍ اعلان

anwari_morr

Publish Date

Closing Date

 

موضوع: د وزارت د برېښنايي حاضرۍ دستګاه او ټکنالوژي وسایلو د برابرولو او تدارک د داوطلبۍ  اعلان.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له ټولو وړ داوطلبانو په ډېر درنښت غواړي، چې د برېښنايي حاضرۍ دستګاه او ټکنالوژي وسایلو د برابرولو او تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي د اړوندې شرطنامې کاپي د تدارکاتو له امریت څخه د فلش ډیسک له لارې او یا د ملي تدارکاتو ریاست له وېب‌سایټ څخه په وړیا توګه ترلاسه کړي. داوطلبان دې خپل افرونه د شرطنامې له شرایطو او د تړونونو له قانون سره سم، د مطلقې بیعې په توګه، په تړلي پاکټ کې د اعلان د خپرېدو له نېټې د ۱۴۰۵ کال د ۶مې میاشتې تر ۲۲مې د یکشنبې ورځې د ماسپيښين تر دوو بجو پورې د تدارکاتو امریت ته، چې په واصل اباد کې د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته رسېدلي او انټرنېټي افرونه د منلو وړ نه دي.

د افرونو پرانیستلو غونډه د ۱۴۰۵ کال د ۶مې میاشتې په ۲۲مه د یکشنبې ورځې د ماسپيښين په دوو بجو د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.