په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

anwari_morr
Mon, Jun 22 2026 12:17 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
یادې موسسې به د ماشومانو د زده‌کړو او خونديتوب لپاره مختلفې برنامې وړاندې کوې، چې په کونړ، پکتیا، پکتیکا، خوست او بامیانو کې به ۲۰ زره ۵۴۸ تنه او۶۰۰ بېځایه شوې، راستنې شوې کورنۍ او کوربه ټولنې ترې برخمنې شي.
د ورته هوکړه‌لیکونو لاسلیک کول د راستنو شویو او بېځایه شویو د حقونو ملاتړ او ژوند ښه‌والي په برخو کې د مهاجرینو چارو وزارت ژمنتیا ښیي.

Latest news

BACK TO NEWS