د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک کړ
د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زدهکړو او مرستو کڅوړو د وېش په برخو کې مصرفېږي.
یاد وزارت له مختلفو بنسټونو سره د همکارۍ د ورته هوکړه لیکونو په لاسلیک سره ژمن دی، چې د راستنو شویو او کډوالو د ژوند کچې لوړولو او د اقتصادي اسانتیاوو برابرولو په برخه کې شته اړتیاوو او خنډونو ته ځواب ووايي
