د پاکستان له بندخونو تر ۳۰۰ تنو زیات افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

روانه اونۍ کې ۳۰۷ تنه افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار او کندهار د مهاجرینو چارو ریاستونو د لېږد امریتونو د مسوولینو پر خبره، ۲۶۸ تنه د تورخم او ۳۹ تنه د سپین بولدک له لارې راستانه شول.
په دغو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل وو، چې د استوګنیزو سندونو نه لرلو له امله بندیان شوي وو، چې په یادو امریتونو کې تر ثبت او مرستو له ترلاسه کولو وروسته، خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.