بدخشان کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr

د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې له لورې د بدخشان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۸ بېځايه شوو کورنيورسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتېرې پنجشنبې په ورځ دوږي په ۱۴مه هرې کورنۍ ته يوه بوجۍ وريجې، يوه قوطۍ پنځه کيلويي غوړي، يو من بوره او يو ه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.