د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې د ډیپلوماټیک ماموریت له مشر ښاغلي سادین ای یلدز سره وکتل

anwari_morr
Wed, May 13 2026 8:14 PM
_

په دغې لیدنه کې، چې د دوو اړخېزو همکاریو د پراختیا او په ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي ای یلدز وویل: افغانستان د ترکیې د دولت لپاره ځانګړی ارزښت لري او دا مهال د حکومتي مرستو تر څنګ ځينې ترک غیر دولتي بنسټونه او ادارې هم په افغانستان کې اړمنو ته د مرستو رسولو او پراختیايي چارو کې بوختې دي.
د نوموړي پر وینا، چې ترکیه د باثباته او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان ملاتړ کوي او باور لري، چې افغانستان د سیمه ييز اتصال په برخه کې مهم ځای لري.
ښاغلي ای یلدز څرګنده کړه، چې انقره د افغانستان د ستونزو د حل په برخه کې د خبرو پلوې ده او په دې تړاو خپلو هڅو ته دوام ورکوي. نوموړی دغه راز وویل، چې د ترکیې حکومت یوازې د مالدارۍ په برخه کې ۲۰زره افغان وګړو ته کاري وېزې ورکړې دي او هڅه کوي، چې ناقانونه کډوالۍ ته حل لارې ولټوي.
 د ناستې پر دوام ښاغلي سادین ای یلدز د کابل او اسلام اباد د اړیکو پر پراختیا او همکاریو ټينګار وکړ.
محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې د ډيپلوماټیک ماموریت مشر او ورسره مل همکارانو ته ښه راغلاست وویل او په بېلابېلو برخو کې یې د ترکیې هېواد له مرستو او همکاریو مننه وکړه.
محترم وزیر زیاته کړه، چې د کابل او انقرې اړیکې تل د متقابل احترام او همکاریو پر بنسټ مخکې روانې دي او هيله یې څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو اړیکې به لا نیږدې او پراختیا ومومي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې افغانستان د بشپړ امن او ثبات په ترلاسه کولو سره ګڼ فرصتونه لري او هڅې روانې دي، چې افغانستان د سیمې د اتصال مهمه او فعاله برخه شي.
محترم وزیر د افغان او ترک د خصوصي سکتورونو پر همکاریو په ټينګار سره، په ترکیه کې د افغان کډوالو ځينو ستونزو ته د رسېدنې یادونه وکړه او پر وینا یې، چې اسلامي امارت د افغان کډوالو له داوطلبانه راتګ ملاتړ کوي.
د ناستې په پای کې یو ځل بیا محترم وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ په خبرو کې د ترکیې له منځګړیتوب خوښي څرګنده کړه او ترکیه یې د افغانستان دوست هېواد یاد کړ.

Latest news

BACK TO NEWS