د بامیانو په مهاجرینو ښارګوټي کې راستنو شویو ته د ځمکې وېش دویمه لړۍ پیل شوه

anwari_morr
-

د روانې میاشتې پر ۲۲مه، د بامیانو د اژدر سیمې په مهاجرینو ښارګوټي کې له ایران او پاکستان څخه ۶۰ راستنو شویو کورنیو ته د رسمي مراسمو په لړ او د ځینو دولتي ادارو د مسوولینو په شتون کې د ځمکې وېش دویمه لړۍ پیل شوه.
د بامیانو د مهاجرینو امر مولوي فضل عمر اخندزاده وویل: دغه اداره له ولایت مقام او اړوندو ادارو سره په همغږۍ هڅه کوي، چې د ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۴ زره راستنو شویو کورنیو ته د اوسېدو زمینه برابره کړي.
د بامیانو والي د کډوالو د مېشتېدنې هڅې وستایلې او څرګنده یې کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت له ایران او پاکستان څخه د راستنو شویو د ملاتړ او هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه ګټورې او دوامداره لارې کاروي.
هغه د ځمکې وېش پر روڼتیا، څارنې او په دغه ښارګوټي کې د نورو اړوندو پروژو پر تطبیق ټينګار وکړ.
د بامیانو د کور او ښار جوړونې رییس ډاډ ورکړ، چې د دغه ښارګوټي په جوړښت کې د ژوند اړین امکانات، لکه: جومات، ښوونیز او روغتیايي مرکزونه، تفریحي پارکونه او د اوسېدونکو نورې اړتیاوې په نظر کې نیول شوې دي.