د پاکستان له بندخونو نږدې ۱۰۰ تنه افغان مهاجرین ازاد او هېواد ته راستانه شول

anwari_morr

روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۸۲ افغان مهاجرین ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د سپین بولدک د لېږد امریت د مسوولینو په خبره، یاد کسان د استوګنې اسنادو د نه درلودلو له امله بندیان شوي وو، چې تر ازادېدو او په دغه امریت کې له ثبت او بشري مرستو تر لاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.