د مهاجرینو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د استازو تر منځ دویمه تخنیکي ناسته وشوه

sadam_morr
Wed, Dec 17 2025 2:35 PM
_

د مهاجرینو او راستېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سیداحمد بنوري پر مشرۍ او د پناغوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له مشرې او نورو استازو سره ګډه تخنیکي ناسته ترسره شوه.
ښاغلي بنوري د فعالیتونو، دندو او د ګټه اخیستونکو د شمېر روښانه کولو ته په اشارې سره د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي په ناسته کې د راستنېدونکو کډوالو پر اوسني وضعیت، له پاکستان څخه د زیاتو راستنېدونکو د ستونزو په تړاو، د ژمي له راتګ سره د سرپناه نشتوالي او نور اړتیاوو خبرې وکړې.
د ملګرو متلونو عالي کمېشنرۍ مشرې د وزارت له همکاریو مننه وکړه او د ۲۰۲۵ کال د راستنېدونکو زیاتوالي او د پروژو پر نوي ماډل د کار کولو یادونه وکړه. نوموړې زیاته کړه، چې د ۲۰۲۶ کال په پلان کې به د راستنېدونکو په ملاتړ، نغدي مرستو، حقوقي ملاتړ، سرپناه او معیشت تمرکز وشي.
هغې په خپلو خبرو کې وویل، چې زموږ په پلان کې ۱۱ ولایتونه، لکه کابل، هرات، کندهار، ننګرهار او نور لومړیتوب لري.
دواړو خواوو پر ګډو ساحوي سفرونو، د نورو مرستو جلبولو او په راتلونکو ناستو ټینګار وکړ.
ښاغلي بنوري د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ او د بشپړې همغږۍ او په لازمو لارښوونو یې ټینګار وکړ

Latest news

BACK TO NEWS