د هېواد په شپږو ولایتونو کې تر زرو زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
_

روانه اونۍ په ننګرهار، جوزجان، سمنګان، بغلان، سرپل او تخار ولایتونو کې له یو زرو ۵۳۵ بېځایه شویو، راستنو شویو، اړمنو، معلولو، بې سرپرستو، ناروغو او کوربه‌ ټولنو سره نغدي، خوراکي، کمپلو او د پخلنځي وسایلو مرسته وشوه.
د کډوالو چارو وزارت د دویمو واحدونو د راپورونو له مخې، د وزارت د همکارو بنسټونو له لوري په جوزجان کې ۵ کورنیو ته ۷۳ زره افغانۍ، په ننګرهار کې ۳۳۹ کورنیو ته ۵ ډوله خوراکي توکي، ۴ کمپلې، د پخلنځي وسایل، ۴۰۸ زره او ۴۸۰ افغانۍ، سمنګان کې زرو کورنیو ته ۵ ډوله خوراکي توکي، بغلان کې ۸۷ کورنیو ته ۸۴۰ زره او ۳۰۰ افغانۍ، سرپل کې ۶۱ کورنیو ته ۷۰۹ زره او ۲۰۰ افغانۍ، تخار کې ۴۳ کورنیو ته ۶۹۱ زره او ۸۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
همدارنګه د یاد وزارت د همکارو بنسټونو له لوري په کابل کې ۴۹ کسانو ته د خیاطۍ ۱۰ ډوله وسایل او ‍۳ زره افغانۍ، په تخار کې ۸۰ کسانو ته ۷۹۲ زره افغانۍ ورکړل شوې.