تېره میاشت هېواد کې له ۶ زرو زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

تېره وږي میاشت د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې له بې ځایه شویو او له طبعي پېښو له امله متضرر شویو ته د ولایتونو مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاستونو له لوري مرستې وېشل شوې دي.

د ولایتونو مهاجرینو ریاستونو د راپورونو له مخې، په فاریاب، غزنی، کابل، غور، سرپل، میدان وردک، ننګرهار، پکتیکا، پکتیا، تخار، لغمان، ارزگان، بدخشان، کندز، هلمند، خوست، کندهار، جوزجان، بادغیس فراه او بلخ ولایتونو کې د ګڼو نړیوالو مرسته کوونکو سازمانونو له لوري د ۶ زره ۴۶۰ بې ځایه شویو، اړمنو، معلولو، متضررو کورنیو او معیوبو کسانو سره مرسته وشوه.

په راپورونو کې راغلي، چې په یادو مرستو کې نغدي، روغتیايي، د حرفوي کار وسایل، خیمې او خوراکي توکي شامل و، چې د مرسته کوونکو بنسټونو په شتون کې ویشل شوي دي.