د مهاجرینو چارو وزیر پکتیا ولایت ته کاري سفر وکړ

anwari_morr
Mon, Mar 27 2023 8:04 PM
-


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د یوه پلاوي په ملتیا پکتیا ولایت ته کاري سفر وکړ
ښاغلي حقاني د خپل سفر په ترڅ کې د پکتیا د مهاجرینو چارو ریاست د کارونو د ارزونې ترڅنګ ددغه ولایت په ګرده څېړئ ولسوالۍ کې له ۵۰۰ زیاتو کورنیو ته بشري مرستې توزیع کړې
دغه مرستې، چې د یونین ایډ موسسې له لورې چمتو شوې وې، ښاغلي حقاني له یادې موسسې مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې بشري مرستې دې په شفاف ډول مستحقینو ته ورسېږي

Latest news

BACK TO NEWS