په کابل کې د NRC استازي سره د پالېسۍ او پروګرامونو دپلي کېدو دمرستیال خبرې

anwari_morr
Thu, Aug 05 2021 10:05 AM
____________

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپالېسۍ او پرو ګرامونو دپلي کېدو مرستیال شېرعلم امله وال په کابل کې دNRC دفتر استازي سره لیدنه وکړه او یاد دفتر دهمکاریو څخه یې مننه وکړه چې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره د داخلي بېځایه شوو او راستنېدونکو په برخه کې همکاري کوي اواړمنو خلکو دستونزو دلاحل لپاره یې د دواړو ادارو دلاهمغږۍ پراړتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي امله وال راستنیدونکو ، بې ځایه شویو او کډوالو ته د نورو مرستو په برخه کې د وزارت اوسنی وضعیت او ستونزې هم بیان کړې او د NRC دفتر او وزارت ترمینځ د همکارۍ ډېروالي غوښتنه یې وکړه.

دناروې دکډوالو ادارې د دفتر استازي پخوانیو پلانونو او د دوی راتلونکي ته هم د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ یادونه وکړه ، چې دوی به په راتلونکي کې بشري همکاري پراخه او ژوره کړي.

 

Latest news

BACK TO NEWS