بادغيس کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان له لورې د بادغيس ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۱۷ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړوله امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غبرګولي په ۲مه هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلو اوړه ووېشل شول.