د مهاجرینو چارو وزیر له پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې له څو تنو پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل.
په پیل کې راغلو حاضرینو او مشرانو د اسلامي امارت لخوا په هېواد کې د امنیت ټينګښت او بشپړ واکمن حاکم نظام بېساری یاد کړ او ویې ویل، چې افغانان له جګړو او ناخوالو ستړي شوي او د بیا رغونې له چارو خوښ دي.
دغو مشرانو او حاضرینو د خپلو ځینو وړاندیزونو شریکولو پر مهال افغانان د سولې تږي وبلل او زیاته یې کړه، چې نور په افغانستان کې د بهرنیو او پردیو مداخله د توجیې وړ نه ده.
د ناستې پر دوام د ولس او حکومت پر همکاریو خبرې وشوې او یادونه وشوه، چې باید له اوسنیو فرصتونو اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مشرانو او حاضرینو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې افغانستان د افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت د مسوول نظام په توګه هغوی ته د خدمت او ابادۍ چارې پر مخ وړي.
محترم وزیر څرګنده کړه، چې یووالي د افغانستان راتلونکې ډاډمنه کړې او په اسلامي امارت کې توپیریز چلند ځای نه لري.
نوموړي په جهادي دورو کې د افغانانو قربانۍ د ویاړ وړ وبللې. هغه څرګنده کړه، چې چا ته په افغانستان کې د مداخلې او ناخوالو د رامنځته کولو اجازه نه ورکول کېږي او اسلامي امارت د ولس په همکارۍ پر ټول هېواد بشپړ حاکمیت لري.
د ناستې په پای کې محترم وزیر راغلو حاضرینو ته خدمت خپل مسوولیت یاد کړ او د امارتي ادارو دروازې یې د ولس پر مخ پرانیستې وبللې.
