د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس کندز ته د سفر په ترڅ کې له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

anwari_morr
Thu, Oct 01 2026 11:46 AM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري د کاري وضعیت، کړنو ترسره کولو لړۍ، کډوالو ته خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي، دندو ترسره کولو تګلارې او سپارل شویو مسوولیتونو د ارزونې په موخه، کندز ته د سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي بنوري د یاد ریاست له مسوولینو او کارکوونکو سره وکتل، د هغوی د ورځنیو فعالیتونو او کړنو په اړه د راپور او معلوماتو اورېدلو تر څنګ یې د ریاست له مختلفو کاري برخو لیدنه وکړه.
هغه پر اصولو پلي کولو ټينګار وکړ، له کارکوونکو یې وغوښتل، چې خپلې دندې له اصولو سره سمې په غور، رښتینولۍ ترسره کړي، کډوالو ته پر وخت او غوره خدمتونو وړاندې کولو کې هڅې وکړي.
همدارنګه په کاري لړۍ کې ځینې نیمګړتیاوې وارزول شوې، کارکوونکو ته د نیمګړتیاوو له منځه وړلو، کاري لړۍ ښه‌والي او د ستونزو تکرار مخنیوي په اړه لازمې لارښوونې وشوې.
نوموړي ټینګار وکړ، چې مسوولین دې  اداري نظم، د سندونو ترتیب او ساتنې، دندو ترسره کولو، په دندو کې مداخلې نه کولو اصل، له نړۍوالو او ملي بنسټونو سره همغږۍ او مراجعینو چارو ته جدي پاملرنه وکړي او د شته نیمګړتیاوو د له منځه وړلو لپاره لازم اقدام وکړي.

Latest news

BACK TO NEWS