په خوست ولایت کې څه باندې ۲۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه
دخوست ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو رياست د سلواغې مياشتې په ١٣ نېټه په یاد ولايت کې له ٢٧٩ راستنو شويو کورنيو سره د نغدي مرستې د وېش خبر ورکړ.
په بلخ ولايت کې له لسګونو کورنيو سره مرسته وشوه
د بلخ ولايت د مهاجرینو او راستنېدونکو رياست د سلواغې په ۱۳مه نېټه دغه ولايت ته له ګاونډيو هېوادونو څخه د ۸۶ جبري راستنېدونکو کورنيو سره د مرستو د وېش اعلان وکړ.
له پاکستانه څه باندې ۴۰۰ مهاجرین په جبري تږګه خپل هیواد ته را ستانه شول
د سلواغې میاشتې په ۱۲ او ۱۳ مه نېټه د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۴۹۴ افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شوي دي.
په يو شمېر ولايتونو کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه
د مهاجرینو چارو وزارت د دوهمو واحدونو له له لوري د سلواغې میاشتې له ۷ څخه تر ۱۲ نیټې پورې د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې له ۷۵۰ بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه.
په کندهار ولایت کې پر ۳۰۰ کورنیو باندې ژمني کالي وویشل شول
په کندهار ولایت کې د سلواغې میاشتې په ۱۳ مه نېټه په ۳۰۰ جبري راستنو شویو کورنیو ته د ژمنیو جامو کڅوړې وویشل شوې.