باميانو کې د ښځو لپاره د يو کوچني بازرا او د يو ښوونيز مرکز د جوړېدو کار پيل شو

د باميانو ولايت د مهاجرينو چارو آمريت د راپور له مخې د (UNHCR) دفت رپه مالي لګښت په دغه ولايت کې د ښځو لپاره د يوکوچني بازار او يو ښوونيز مرکز د جوړېدو کار د غبرګولي په (۱۵) مه پيل شو.
په يادو مراسمو کې چې په همدې موخه ترسره شو، د باميانو ولايت والي، د ياد دفتر لومړۍ مرستيالې ميرمن يوميکو او د دغه ولايت سيمه ييزو مسؤلينو ګډون درلود.
د سرچنې په خبره ياد ښوونيز مرکز د حرفوي، کمپوټر، د ښځو لپاره د ژبې د زده کړې او د صنعت کارانو او تجارت پېشه ښځو لپاره يو کوچنی بازار چې (۲۰) دوکانونه او همدارنګه يو تفريحي باغ، چې شنه ساحه، د برق او د اوبو سيستم، د اوبو ژوره څاه، د اوبو ذخيره، ماحفظتي خوني، د لويانو او کوچنيانو لپاره د لوبو پارک، هوټل او يوشمېر نور امکانات لري،، چې د (UNHCR) دفتر په مالي لګښت د مهاجرينو چارو آمريت په همغږۍ او همکارۍ د (۲۰۲۳) کال تر پای پورې جوړيږي.