مرکزي او ولايتي واحدونو لپاره درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید.
په دې ورکشاپ کې د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ مشرې یومیکو تاکشیما، د افغانستان لپاره د کډوالۍ نړيوال سازمان مشر اشکر، د اسلامي همکاریو سازمان غړي دوکتور محمد سعید، د افغانستان لپاره UN Habitat موسسې مشر ډاکټر بالاجي ګډون درلود، نن پای ته ورسېد
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني، له ټولو موسساتو او په ځانګړي ډول د یونیسار موسسې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، ددې لپاره، چې د بشري مرستو په ویش کې شفافیت رامنځته شي نو اړینه ده، چې سروی او توزیع د د مهاجرینو وزارت سره په همغږۍ ترسره شي
هغه دغه راز ټولو مسولینو ته د پاک نیت، اخلاص او ولس سره د ښه چلند سربیره نورې لازمې سپارښتنې وکړې

