د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

anwari_morr

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

 

د تدارکاتو د قانون له مخې، عامه خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، د (۱۰۸۰۰) کیلو ګرامه مایع ګاز (LPG) د پېرلو او تدارک قرارداد، چې د ژمي په موسم کې د وزارت د دفترونو د تودولو لپاره ورته اړتیا ده، د حفیظ الله منصور لوژستیکي خدمتونو شرکت ته، چې د (۴۲۷۴۲) شمېرې جواز لرونکی او د کابل ښار د قلعه موسی په سیمه کې موقعیت لري، د (۷۹۹۲۰۰) (اووه سوه نهه نوي زره او دوه سوه) افغانیو په مجموعي مبلغ ورکړي.

حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د (۵) کاري ورځو په موده کې، په لیکلي ډول او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت ته، چې د واصل‌آباد په سیمه کې، د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري، وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د لاسلیک کېدو په معنا نه ده او تر هغه چې پورته یاده شوې موده بشپړه او ورپسې قانوني پړاوونه بشپړ شوي نه وي، قرارداد به لاسلیک نه شي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۱۹
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

 

د تدارکاتو د قانون له مخې، عامه خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، د (۱۰۸۰۰) کیلو ګرامه مایع ګاز (LPG) د پېرلو او تدارک قرارداد، چې د ژمي په . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۹
Background image

د کابل د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د ۱۴۰۶ مالي کال لپاره د یوې ودانۍ په کرایه نیولو د داوطلبۍ اعلان!

د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د خپلو اداري چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه، د ۱۴۰۶ مالي کال لپاره د کابل ښار په لومړۍ، دویمه، درېیمه، پينځمه، اوومه او یا هم اتمه ناحیه . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۸
Background image

د درمل داوطلبي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ټولو وړ داوطلبانو ته خبر ورکوي، چې د وزارت  لپاره د ۴۲ قلمه طبي لابراتوار وسایلو او ۱۰۰ قلمه درملو د برابرولو او تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون . . .

Back to tenders