معین مالی و اداری ازریاستهای مرکزی آنوزارت دیدن نمود

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۱۴:۳۴
ــــــــــ

د مهاجرینو وزارت مرستیال د دغه وزارت د یوشمېر مرکزي ریاستونو د کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي ،شنبه د کب په (١٤)مه د دغه وزارت د دیوشمېر ریاستونو د کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او د ریاستونو د کارمندانو ستونزې او ننګونې یې واورېدې.

ښاغلي ارسلاح خروټي ټولو کارکوونکوته د الله تعالی له دربار څخه په کارونوکې د بریالیتوب غوښتنه وکړه ویې ويل:((موږ هڅه کوو چې د وزارت ټولو کارکوونکو لپاره معیاري سالم او ښه چاپیریال رامېنځته کړو هغه ټولو کارکوونکوته د کارونو د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې ویې ویل، د کارونو د لا ښه والي لپاره په خپل وخت حاضر اوسې او په لېوالتیا خپل کارونه پرمخ یوسي)) د لیدنې په پای کې کارکوونکو ژمنه وکړه،چې د یو واحد او مخلص کاري ټیم پرمټ به خپل ورځني فعالیتونه او کړنې په سمه توګه پرمخ وړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۳
Background image

د کابل د کډوالو چارو ریاست ته نوی رییس وپېژندل شو

د افغانستان اسلامي امارت رهبر عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخوانی معین ښاغلی مولوي دین محمد حقبین د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د نوي رییس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو وزارت کې له همکاهنګي کمک های بشري موسسې سره د ۸۵ زره ۴۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې به یاد شمېر پیسې د نغدي مرستو وېش او په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ترکیې له سفیر ښاغلي جنک اونال سره په کابل کې د هغه د دندې پای ته رسېدو له امله د مخې ښې لیدنه وکړه

په ناسته کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنک اونال د خپل کاري ماموریت په موده کې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکاریو او لیدنو له امله خوښي څرګنده کړه او د افغان ولس له مېلمه پالنې او. . .

بېرته خبرونه ته