د مهاجرينو چارو وزارت کې د قاچاق، مهاجرينو او مرز کمېټې غونډه وشوه.

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۵ - ۸:۳۲
________
دغه جلسه د روان ١٤٠١ کال د جنګاښ میاشتې په ٤مه د شنبې ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د معین الحاج محمد ارسلاح خروټي په ریاست د دغه وزارت په ودانۍ کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت، بهرنیو چارو وزارت، ښارجوړونې وزارت او د چارو د ادارې استازو ګډون کړی وو.
د سرحدونو، مهاجرینو او قاچاق سره د مبارزې کمېټه د افغانستان د اسلامي امارت د عالي مقام دچارو ادارې په رسمي غونډه کې د چارو د لا ښه انسجام، همغږۍ، له ګاونډیو او سیمې سره د ښو اړیکو د تامین په موخه جوړه شوه.
په پورتنۍ غونډه کې د هرې ادارې استازو له ګاونډیو هیوادونو سره چې د مهاجرینو کوربه دي د خپلو ګډو کارونو مسایل روښانه کړل او د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري معین الحاج محمد ارسلاح خروټي د یوې ګډې ژبې په رامنځته کولو باندې په همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: له ګاونډيو هېوادونو سره په خبرو اترو کې د کميټې غونډې بايد ګټورې وي او د غونډو پايلې بايد دچارو له ادارې سره شريکې شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۳
Background image

د کابل د کډوالو چارو ریاست ته نوی رییس وپېژندل شو

د افغانستان اسلامي امارت رهبر عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخوانی معین ښاغلی مولوي دین محمد حقبین د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د نوي رییس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو وزارت کې له همکاهنګي کمک های بشري موسسې سره د ۸۵ زره ۴۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې به یاد شمېر پیسې د نغدي مرستو وېش او په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ترکیې له سفیر ښاغلي جنک اونال سره په کابل کې د هغه د دندې پای ته رسېدو له امله د مخې ښې لیدنه وکړه

په ناسته کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنک اونال د خپل کاري ماموریت په موده کې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکاریو او لیدنو له امله خوښي څرګنده کړه او د افغان ولس له مېلمه پالنې او. . .

بېرته خبرونه ته