ننګرهار کې (۲۰۰) کورنيو سره  د خوراکي توکو مرستې وشوې

sadam_morr
-

د (OCHR) موسسې له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۲۰۰) کورنيو سره د غبرګولي په (۸) مه د خوراکي توکو مرستې وشوې.
دغه کورنۍ چې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې په چپرهار ولسوالۍ کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته څلور قلمه خوراکي توکي، چې پکې اوړه، غوړي، دال او مالګه شامله وه د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې  ووېشل شول.