په استانبول کې د افغان کډوالو استازو له ګډ حکومتي پلاوي سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۱
-

ترکیې ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، لېږل شوي ګډ پلاوي د ترکیې په استانبول کې د روانې میاشتې په ۸مه د افغانستان په قونسلګرۍ کې د افغان کډوالو له استازو سره وکتل.
په استانبول کې د افغانستان قونسل ښاغلي محمد اکبر عظیمي د قونسلګرۍ له لوري د وړاندې شویو خدمتونو په اړه معلومات شریک کړل، هغه د پېژندپاڼو ستونزو ته رسېدنې، له کډوالو سره د اړیکو او همغږۍ له ښه‌والي ډاد څرګند کړ.
وروسته ښاغلي بنوري د کډوالو ستونزې او شکایتونه واورېدل او د افغانستان او ترکیې اړوندو مقاماتو ته یې د هغوی رسول د خپل سفر موخې وبللې او زیاته یې کړه: عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د خپل مسوولیت او ترلاسه شویو راپورونو له مخې دغه پلاوی ګومارلی، چې د کډوالو ستونزې له نیږدې وارزوي او د حل هڅې یې وکړي.
د کډوالو استازو د یادې قونسلګرۍ له خدمتونو خوښي څرګنده کړه، خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې شریک کړل. په پېژندپاڼو کې د نوم اصلاح، د هویت تثبیت اسانول، د سندونو د اصلاح لپاره د شاهدانو کمول، د کاري وېزو له لارې د قانوني کډوالۍ زمینه برابرول، د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د کاري فرصتونو رامنځته کول یې خپل اړین وړاندیزونه یاد کړل.
ښاغلي بنوري د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته ډاډ څرګند کړ، چې دغه وړاندیزونه او ستونزې ثبت او د دواړو هېوادونو له اړوندو مقاماتو سره به یې شریکې کړي.
همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت د مهاجرینو په چارو کې د قونسلي چارو ریاست مرستیال ښاغلي مولوي محمد صابر د غیابي پېژندپاڼو د صدور په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: په ترکیه کې د کډوالو هویت تثبیت او پېژندپاڼو د وېش حضوري ډلو برابرولو هڅې روانې دي.
دغه لیدنه له افغان کډوالو سره د اړیکو پياوړتیا، د هغوی ستونزو معلومولو او وړ حل‌لارو موندلو په موخه په رسمي توګه ترسره شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت لېږل شوي ګډ پلاوي د ترکيې استانبول کې له بنکلیچ مېشتغالي لیدنه وکړه

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي د روانې میاشتې په ۷مه د ترکيې په استانبول کې له بنکلیچ مېشتغالي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۱
Background image

په استانبول کې د افغان کډوالو استازو له ګډ حکومتي پلاوي سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل

ترکیې ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، لېږل شوي ګډ پلاوي د ترکیې په استانبول کې د روانې میاشتې په ۸مه د افغانستان په قونسلګرۍ کې د افغان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۴۰
Background image

ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه؛ په استانبول کې د افغانستان له جنرال قونسل سره د ګډ پلاوي د لیدنې بنسټيزه موضوع

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي د روانې میاشتې په ۷مه د ترکیې په استانبول کې د افغانستان اسلامي. . .

بېرته خبرونه ته