د محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت اداري ناسته ترسره شوه.

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۲۸
-

په دې ناسته کې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو مرستیالانو او مرکزي رئیسانو برخه درلوده، له اجنډا سره سم د یو شمېر مهمو موضوعګانو په هکله په کې بحث او پریکړې وشوې.
محترم مولوي عبدالکبیر د ناستې په پيل کې راستنو شوو ته، د غوره خدمتونو وړاندې کېدو په برخه کې د خپلو همکارانو او د اسلامي نظام د مسوولینو د هڅو په ستایلو سره، د اسلامي امارت موخو ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان ابادولو ته اړتیا لري او باید له هر فرصت څخه اغېزمنه ګټه پورته شي.
محترم وزیر د اسلامي امارت په ادارو کې پر مسلکي چلند ټېنګار سره زیاته کړه، چې هڅه کوي له هرې ممکنې شرعي لارې، راستنو شوو ته دایمي سرپنا چمتو کړي.
د محترم مولوي عبدالکبیر په وینا، چې د کډوالو چارو وزارت په هڅو سره، د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو سره د اړتیا وړ همغږي رامنځته شوې او توانيدلي، چې په ګاونډيو هېوادونو کې هم د افغان کډوالو یو شمېر ستونزې هوارې کړي.
  محترم وزیر له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو افغانانو شمېر ته په کتو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د راستنېدونکو د نوې احتمالي جوپې پیل ته چمتووالي ولري او خپلې اړتیاوې د وزارت له مقام سره شریکې کړي.
د ناستې په پای کې محترم وزیر ګډونوالو ته سپارښتنې وکړې او وې وویل، چې د کډوالو چارو وزارت د کارکوونکو ظرفیت لوړېدو ته باید پام وشي او همدارنګه له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ او ستونزو حل لپاره دې له ځنډ مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۷
Background image

په کډوالو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو چارو وزارت کې له قدم خیریه تعلیمي موسسې سره د ۸ زرو او ۳۸۰ امریکایي ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاده موسسه به، د هوکړې له مخې،  دغه پیسې په کابل کې ۹۰ راستونو شویو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کور او ښار جوړولو وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني په ملتیا د لوګر او خوست له څو تنو علمای کرامو سره وکتل.

له خوست او لوګر څخه راغلو علمای کرامو له ښوونیزو بنسټونو او علمای کرامو سره د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکاریو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت د هڅو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د اقتصاد له وزیر ښاغلي قاري دین محمد حنیف سره وکتل

په دې ناسته کې، چې په قطر کې د افغانستان سفیر ښاغلي سهیل شاهین هم حضور درلود، افغان راستنو شویو ته د مرستو رسولو او د مرستو جلب په اړه خبرې وشوې.
د اقتصاد وزیر ښاغلي قاري دین محمد حنیف. . .

بېرته خبرونه ته