په لغمان ولایت کې د سلګونو کورنیو سره نغدي او د روغتیایي کڅوړو مرسته وشوه.

anwari_morr
د غبرګولي میاشتې په ۱۱ مه نیټه په لغمان ولایت کې ۳۹۷ راستنېدونکو او اړمنو کورنیو سره نغدي او د روغتیایي کڅوړو مرسته وشوه.
یادې کورنۍ، چې مخکې له دې اړمنې ګڼل شوې وې د همکارو بنسټونو له لوري ۱۲۵ کورنیو ته ۱۱ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
همدا ډول د یوه بل خبر له مخې د غبرګولي میاشتې په ۱۱ مه نیټه د لغمان د قرغه یي ولسوالۍ اړوند په ګمبیري او چهارباغ ساحو کې د همکارو بنسټونو له لوري ٢٧٢راستنېدونکو کورنیو سره د روغتیایي کڅوړو مرسته وشوه.