په ننګرهار ولايت کې همکار بنسټونه به راستنو شويو کډوالو ته ګڼې پروژې شروع کړي

د غوایي میاشتې ۳۰ مه نیټه د ننګرهار ولايت د کډوالو ریيس حاجي باﺯمحمد عبدالرحمٰن د یونسیار موسسې له مسؤلينو سره وليدل.
ديونيسار دختيځ ﺯون د دفتر سرپرست پرویز وويل: د يونيسار اداره په پام کې لرې، چې پنځه مٶسساتو په تخنیکي همکارۍ:( واو، ودان، سې ايچ اى، هيواد ، اى بې پې ايچ )به دننګرهار ولايت په مختلفو ولسواليو کې راستنو شويو کډوالو، داخلې بيځايه شويو، اړمنو او معيوبو ناروغو کسانو سره په مختلفو برخو کې مرستې ترسره کړې . په دې مرستو کې سرپناه، نغدي او خوراکې مرستې او حرفوي ﺯده کړې شاملې دي او دغه لړۍ به ډير ژر شروع شي.
د کډوالو رییس د يادو مسؤلينو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې راستانه شويو کډوالو سره دنغدي، خوراکې سرپناه روغتيا، پاکو اوبو، حرفوي ﺯده کړو او هغه سيمو کې چې کډوال ډېر وي د مکتبونو په جوړولو کې یې د همکارۍ غوښتنې وکړې.