په پکتیکا ولایت کې څه باندې ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت زر کورونه جوړ شول

sadam_morr
-
په پکتیکا ولایت کې زر کورونه، چې شاوخوا ۷.۸ میلیونه امریکايي ډالره ارزښت لري په گیان ولسوالۍ کې د جوړیدو وروسته د طبیعي افتونو (زلزلې) له امله زیانمنو شویو کسانو ته وسپارل شول.
په دې مناسبت په یاده ولایت کې جوړه شوې غونډه کې د کډوالو رییس مولوي حمدالله فاتح وویل: دا کورونه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ لخوا د دې ولایت د زلزله ځپلو لپاره جوړ شوي، چې د هر کور د جوړولو لګښت شاوخوا ۵۸۰۰ امریکايي ډالره دی او د دوو کلونو په موده کې یې جوړیدل بشپړ شوي. د دې ترڅنګ، په دې ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي او روغتون جوړولو کار هم روان دی.
عرفات جمال، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ رییس وویل: دا اداره له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او دا خدمت به د بې‌کوره افغانانو لپاره دوام وکړي.
یاده غونډه د څو کسانو لپاره د کورونو د کیلي ورکولو او دعایه سره پای ته ورسېده.