په سمنگان ولایت کې د سلګونو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو ویش پیل شو

د غوایي میاشتې په ۱۷ مه نیټه په سمنگان ولایت کې د ۷۵۶ بېځایه شوو او اړمنو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو ویش پیل شو.
یادې مرستې د وزارت د همکارو بنسټونو له لوري مرسته شوې دي، چې هرې کورنۍ ته به د پخلنځي یو سیټ لوښي، ۲ کمپلې، ۲ ترپال او ۲ دانې د اوبو بشکې به په څو ورځو کې ورته ووېشل شي.