په سمنګان ولایت د کډوالو امریت او د ودان موسسې ترمنځ د همکارۍ ناسته وشوه

sadam_morr
د سمنګان ولایت د کډوالو او راستنېدونکو آمر قاري خالد خاکسار د ودان موسسې د شمال او شمال ختیځ زون له مسوول ذبیح الله اچکزي سره د همغږۍ او همکارۍ په موخه ناسته وکړه.
ودان موسسه د کډوالو چارو وزارت سره د یوه تړون په اساس پلان لري، چې په ۲۰۲۵ کال په جریان کې په یاد ولایت کې په څلورو برخو (خاصو قضیو ارزونه، د ماشومانو خوندیتوب، رواني مشورې او حقوقي مرستې) او د راستنېدونکو لپاره د یوه کلینیک په جوړولو کار وکړي.
د کډوالو امر په یاده برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.