بدخشان کې د همېشنۍ مېشتېدنې کمیټې ناسته وشوه

sadam_morr

د بدخشان ولایت په مقام کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د همېشنۍ بیا مېشتېدنې  کمېټې ناسته د ولایت د مرستیال والي قاري امین‌الله طیب په مشرۍ او د دولتي ادارو مشرانو او همکار موسسو استازو په شتون کې ترسره شوه.  
د والي مرستیال په دې ناسته کېد مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د دولتي ادارو او همکار موسسو ترمنځ د اغېزناکې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه یادونه وکړه چې اسلامي امارت تل د بېځایه شویو او د طبیعي پیښو له امله زیانمنو شویو د ستونزو په حل کولو کې له هېڅ ډول هڅو څخه درېغ نه کوی.
د مهاجرینو چارو رییس مولوي محمد یونس جهادمل د خپلو اداري فعالیتونو په اړه د ناستې ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.  
د همکار موسسو استازو له مهاجرینو سره د مرستې په برخه کې خپل فعالیتونه او پروګرامونه وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې له دولتي ادارو سره په همغږۍ کې به خپلې هڅې د زیانمنو شویو کسانو د وضعیت د ښه کولو لپاره زیاتې کړي.