سرپل کې ۷۳ راستنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

دغه کورنۍ مخکې د هغه ولایت د مهاجرینو چارو آمریت له لوري پیژندل شوي وې.
او په دوو برخو کې۴۹ زره ۴۰۰ افغانۍ او ۲۴ زره ۷۰۰ افغانۍ د وزارت د همکارې ادارې له خوا ورکړل شوې.
د یو بل خبر له مخې د نهو هغو کورنیو ته چې د ګاونډیو هیوادونو نه په جبري توګه بېرته راستنې شوي او مخکې د هغه ولایت د مهاجرینو ادارې له لوري اړمنې پیژندل شوې وې، د کورنیو هر غړي ته ۲ زره افغانۍ د اسلامي امارت له لوري او د ولایتي کمیټې او مهاجرینو آمریت په څارنه ورکړل شوې.