د بلخ د مهاجرینو رییس د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د شمال زون له مسولې سره وکتل

د بلخ ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي اسدالله وفا د مرغومي پر شپږویشتمه نېټه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د شمال زون له مسولې مېرمن سوندوس سره وکتل.
په دې کتنه کې مېرمن سوندوس وویل: د مهاجرینو چوپړ زموږ مسولیت دی او خوشحاله یم چې له راستنو شویو سره په یوه ارامه فضا کې مرسته کوو او موږ غواړو چې خپل ملاتړ ته په ۲۰۲۵ میلادي کال کې هم د تېر په څېر دوام ورکړو.
ښاغلي وفا په سختو شرایطو کې له مهاجرینو سره د مرستې له کبله د دغې ادارې مننه وکړه او ویې ویل:
په بلخ ولایت کې ډېر شمېر مهاجرینو ته اړینې مرستې رسېدلې دي، خو پر دې سربېره ډېرې کورنۍ د سرپنا له کموالي سره مخ دي او د دوی لپاره د روغتیا زدکړو د مرستو ډېره اړتیا ده.