دایکندي کې د مهاجرینو لپاره د ځمکو ویش لړۍ پیل شوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۰:۱۵
_
دایکندي ولایت کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون له لوري د مهاجرینو او راستنو شویو لپاره د ځمکو د ویش لړۍ پیل شوه.
د ځمکو دغه برنامه د ویش لړۍ د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د افغانستان بانک ادارو مسوولینو، اوسپنې پټلې ، بدني روزنې، د د ایکندي ولایت مقام، د یاد ولایت ځينو ادارو رییسانو، یو شمېر مهاجرینو او راستنو شویو په شتون کې پیل شوه.
ښاغلي فطرت وویل: خوښ یم چې دایکندي ته راغلی یم، د مهاجرینو ستونزې له نږدې ګورم او د دوی لپاره د ځمکو ویش لړۍ پیلوم.
هغه وویل: له څلور لسیزو جګړو وروسته اسلامي امارت واک ته ورسېده، جګړه یې ختمه کړه او ټول هېوادوال په ارام ژوند تېروي.
نوموړي همداراز زیاته کړه، چې اسلامي امارت د یو مسوول نظام په توګه خپل ټول توان په کار اچولی څو مهاجرینو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د هغوی لپاره د دایمي مېشتېدنې امکانات برابر کړي.
د نوموړي په خبره، طرزالعمل له بشپړېدو وروسته د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري توشیح شوی او هغه مهاجرین چې د سرپناه ستونزې لري دغه ستونزې به یې حل شي.
د دایکندي والي مولوي نجیب الله رفیع هم مهاجرینو ته ډاډ ورکړ، چې د مشرانو له لارښوونې سره سم به ځمکې په عادلانه توګه مستحقو کسانو ته وویشل شي.
هغه وویل: د فخر ځای دی چې په دې کم وخت اسلامي امارت ټولو مسایلو ته متوجه دی او د مهاجرینو ستونزې یې په اساسي توګه درک کړې دي.
د دایکندي والي له موسسو هم وغوښتل، چې دغه پروژې په اساسي توګه جوړې کړې.
امان الله متحد د خلکو په استازیتوب وویل: د دایکندي خلک له فقر، بې وسۍ او محرومیت له امله ډېر ګاونډیو هېوادونو ته مهاجر شوي دي. دا چې اسلامي امارت دغه ولایت ته توجه وکړه او د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون پلاوی دغه ولایت ته ورغی؛ مننه کوم.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته