د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د نړیوالو همکارو بنسټونو د تخنیکي ټیم غړو ګډه ناسته وشوه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۰:۵۰
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د نړیوالو همکارو بنسټونو د تخنیکي ټیم غړو د بایومټریک شویو ۱۱۱ بېځایه شویو کورنیو د لېږد ناسته د وزارت د داخلي بېځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې رییس په مشرۍ ناسته وکړه.
لومړی د تخنیکي ټیم غړو او د ناستې ګډونوالو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د وزیر شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د شهادت په مناسبت د تسلیت مراتب وړاندې کړل او نوموړي ته یې دعا وکړه.
ښاغلي شیرزاد د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د نننۍ ناستې هدف یې د بېځایه شویو کورنیو خپلو سیمو ته لېږد وباله.
هغه وویل: خپلو سیمو ته د دغو کورنیو لېږد پخپله خوښه دی. اسلامي امارت تل د خپلو خلکو په خدمت کې دی او د دغو کورنیو د لېږد لپاره به هر ډول همکارۍ و نه سپموي او دغه راز په دې برخه کې د همکارو بنسټونو له همکارۍ څخه مننه کوو چې خلکو ته د رښتیاني خدمت په رسولو کې زموږ همکاري کوي.
د تخنيکي ټیم غړو او د ناستې ګډونوالو د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه:
په راتلونکي اونۍ کې د دغو کورنیو لپاره چې خپلو سیمو ته لېږدول کېږي د عامه پوهاوي پروګرام جوړوو، چې پخپل وخت ولېږدول شي او له مرستو څخه برخمن شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۵۹
Background image

کډوالو وزارت کې د نږدې دوه میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د حمایت پدار موسسې سره د یو میلیون ۹۷۷ زره او ۷۵ امریکايي ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د هوکړه لیک له مخې به یاده موسسه دغه پیسې په. . .
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۸:۱۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشرې اغلې روزا اوتنبایوا سره د مخې ښې لیدنه وکړه.

د ناستې په پیل کې اغلې روزا اوتنبایوا په وروستۍ زلزلې کې د زیانمنو شوو په اړه خپله خواشینۍ له محترم وزیر سره شریکه کړه او زیاته یې کړه، چې ملګري ملتونه له اړمنو افغانانو سره خپلو. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۵
Background image

د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شلتر ناو نړیوالې موسسې سره د ۹۱ زره ۲۵۹ ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړلیک لاسلیک کړ.
د یاد هو کړه لیک په اساس به نوموړې موسسه یاد مبلغ د خواکي توکو. . .

بېرته خبرونه ته