فراه کې ۲۰ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه

sadam_morr

په فراه ولایت کې د تلې پر دوه ویشتمه مه له ۲۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

په دغو کورنيو کې له ګاونډيو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنې شوې کورنۍ شاملې وې، چې مخکې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست له خوا اړمنې پېژندل شوې وې، او د اسلامي امارت له لوري د ولايتي کمېټې په څارنه د کورنیو هر غړي ته دوه دوه زره افغانۍ ووېشل شوې.