سرپل کې له ۲۸ کورنیو سره مرسته وشوه

په سرپل ولایت کې د وږي پر یویشتمه، ۲۸ بې ځایه شویو او راستنو شویو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه کورنۍ مخکې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست له خوا د مرستې وړ پيژندل شوې وې او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ له لوري ٢١زره او ٥٠٠ او ١٧زره او٧٥٠ افغانۍ د دغه ولایت د مهاجرینو چارو آمریت په څارنه ورکړل شوې.