بدخشان کې له لسګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

په بدخشان ولایت کې د زمري پر اتمه ۶۲ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه کورنۍ وړاندې د دغه ولايت د راغستان ولسوالۍ کې د مهاجرینو چارو اریاست له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او د ودان موسسې له لوري د سرپنا جوړولو په موخه د ۷۴۴ امريکايي ډالرو په ارزښت مرسته ورسره وشوه.