بغلان کې له ۱۵۰ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

په بغلان ولایت کې پرون د غبرګولي شپږمه ۱۵۰ سیلابونو ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

دغه کورنۍ وړاندې دمرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د مهاجرينو چارو رياست له خوا اړمنې پيژندل شوې وې او د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د دوه ډوله خوراکي توکو او د یو ملي سوداګر له لوري هم د دوه ډوله خوراکي توکو مرسته ورسره وشوه.