لسګونه مهاجرین له پاکستان څخه په جبري توګه راستانه شول

sadam_morr

 د تورخم له فرضي کرښې څخه ۸۱ افغان مهاجرین د کب پر ۱۳ مه هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۱۸ کورنۍ چې ۸۱ تنه کېږي له پاکستان څخه په جبري توګه راستانه شول او د مهاجرینو چارو ادارې سره تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.