د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر سره ولیدل

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۲:۲۹
_

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکولسن او د افغانستان لپاره ددغه ټولنې سفیرې رافیلا یودیچه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل
په دغه ناسته کې د راستنو شویو مهاجرینو په پر ستونزو او اړتیاو خبرې وشوې او دا چې په ٢٠٢٤ تم کال کې ددوی ستونزو او مشکلاتو ته څنګه په ګډه رسیدګي وشي
ښاغلي نېکولسن په خپلو خبرو کې وویل: خوښ یو، چې له ٤٠ کاله جګړو وروسته په افغانستان کې سرتاسري امنیت راغلی او مونږ ددې ملاتړ کوو
نوموړي زیاته کړه، د مهاجرینو خپل هېواد ته راستنېدل، که څه هم ښه خبره ده، خو یوه ننګونه ده او مونږ د اسلامي امارت کړنې ستایو، چې تراوسه یې دغه ستونزه په ښه توګه مهار کړې ده
نوموړي ژمنه وکړه، چې د افغانانو غږ به په دوحه کې له خپلو شریکانو سره یو ځای په نړیواله کچه پورته کړي
د مهاجرینو چارو وزیر له ښه راغلاست وروسته وویل: نه یوازې په دې وروستيو کې په جبر راویستل شوي مهاجرین، بلکې ټول هغه دوه نیم میلیونه مهاجرین، چې په تېرو دوو کلونو کې هېواد ته راستانه شوي دي، سرپناه او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، د مهاجرینو چارو وزارت ددوی لپاره قوي پلانونه په نظر کې لري، خو مرستندویه هېوادونه هم باید زمونږ سره په همغږۍ او مناسب شکل سره په دې برخه کې مرستو ته دوام ورکړي ترڅو ددوی اساسي ستونزې حل شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۳
Background image

د کابل د کډوالو چارو ریاست ته نوی رییس وپېژندل شو

د افغانستان اسلامي امارت رهبر عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخوانی معین ښاغلی مولوي دین محمد حقبین د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د نوي رییس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو وزارت کې له همکاهنګي کمک های بشري موسسې سره د ۸۵ زره ۴۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې به یاد شمېر پیسې د نغدي مرستو وېش او په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ترکیې له سفیر ښاغلي جنک اونال سره په کابل کې د هغه د دندې پای ته رسېدو له امله د مخې ښې لیدنه وکړه

په ناسته کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنک اونال د خپل کاري ماموریت په موده کې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکاریو او لیدنو له امله خوښي څرګنده کړه او د افغان ولس له مېلمه پالنې او. . .

بېرته خبرونه ته