د وزارت د حقوقي ملاتړ ریاست رییس د حقوقي ودې نړیوال سازمان له مسولانو سره ولیدل

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۲:۳۶
-

د مهاجرینو وزارت د حقوقي ملاتړ رییس الحاج نبي الله داد خېل ستانکزی د حقوقي ودې نړیوال سازمان د بهرینو اړیکو له مسوول ښاغلي عصمت الله ځدراڼ او مل پلاوي سره نن د سلواغې پر ۴ مه نیټه په خپل کاري دفتر کې ولیدل. په دې لیدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د افغان مهاجرینو د حقونو پر ملاتړ خبرې اترې وشوې.
ښاغلي ستانکزي وویل: د افغان مهاجرینو د حقونو ملاتړ یو انساني وجیبه ده او د دوی د حقونو غږ باید تر نړیوالو ورسېږي، چې مهاجرین له خپلو حقوقو ګټه واخلي.
هغه زیاته کړه، افغان مهاجرین د ګاونډیو‌ هېوادونو په زندانونو کې بې ګناه بندیان شوي دي. پکار ده، چې د هغو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې مرسته وشي، دغه راز له هغو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د راستنېدونکو لپاره، چې د کابل هوایي ډګر څخه راستنېږي د مهاجرت نړیوال سازمان په نغدي مرستو کې دې ډېروالی راشي. 
ښاغلي ځدراڼ وویل: په تېرو څو میاشتو کې مو د دې وزارت فعالیتونه او کړنې ارزولي دي او موږ د افغان مهاجرینو د حقونو په برخه کې د نورو مرستو د وړاندې کولو په پار هڅه کوو، چې د مهاجرینو وزارت او د افغان مهاجرو پېغام نړیوالو ته ورسوو.
د لیدنې په پای کې دواړو لوریو پر لا نورو همکاریو ټینګاروکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته