سلګونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

anwari_morr

د کندهار د سپین بولدک د آمریت د معلوماتو له مخې د مرغومې پر ۲۵ مه ۲۴ کورنۍ چې  ۱۰۹ تنه کېږي او پاکستان کې ۱ تن له بنده ازاد شوی، په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول او هلته د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د خوړو او د مهاجرت نړۍوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول

او د څلورو تنو یوه کورنۍ د مرستو په موخه یونیسیار موسسې ته ورپېژندل شوه.

دغه راز دغو ټولو کورنیو هرې یوې ته لس لس زره افغانۍ د اسلامي امارت له لوري ورکول شوې.

د یو بل خبر له مخې د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمریت د راپور پر بنسټ ۳۸کورنۍ چې ۲۱۲تنه کېږي د تورخم له پولې څخه خپل هېواد ته راستنې شوې او د مرستو په موخه یونیسیار او  د مهاجرت نړۍ وال سازمان ته ورپېژندل شوې.