له پاکستان څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر هيواد ته راستانه شو
۲ زره ۴۱۸ تنه افغان مهاجر د ليندي په ۶ مه دتورخم او سپين بولدک له لارې هيواد ته راستانه شوي.
د کندهار ولايت د سپين بولدک د مهاجرينو چارو د امر په خبره ، ۳۲۳ کورنۍ چې ۱ زرو او ۳۳۸ تنه کېږي په جبري توګه له دې لارې هيواد ته راستانه شوي.
سرچېنې همدا شان زياته کړه چې راستنې شوې کورنۍ په دغه امريت کې له نومليکني وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادرې ته ور وبېژندل شوې.
همدارنګه يو تن بې سرپرسته ماشوم MPO مؤسسې ته وروپېژندل شو.
د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت د تورخم د سرحدي امريت د امر په خبره ،۲۱۰ کورنۍ چې ۱ زرو او ۸۰ تنه کېدل له دې لارې هيواد ته راستانه شول.
د تورخم د سرحدي امر په خبره راستنېدونکي د مؤظفو کمېټو له ثبت وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور وبېژندل شول.
د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو د آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې ۳۳۰ کورنۍ، چې يو زرو او ۶۸۰ تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي