ميدان وردک ولايت کې د مرستو د راټولولو په موخه کمېټه جوړه شوه

په ميدان وردک ولايت کې له پاکستانه د اجباري راستنېدونکو له پاره د ليندۍ په ۶ مه د مرستو د راټولولو کمېټه جوړه شوه.
ياده کمېټه د اسلامي امارت د رهبرۍ مقام په لارښوونه ددې ولايت د والي په مشرۍ او د مسؤلو بنسټونو د استازو په ګډون په دې ولايت کې جوړه شوه.
په دغه پار جوړه شوې ناسته کې ديو شميرهمکارو مؤسسو استازو، علماوو، قومي مشرانو او د سېمې خلکوپه دغه ولايت کې اجباري راستنېدونکو ته د مرستو په را جمع کولو کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د مهاجرينوچارو د امر په خبره؛ تر اوسه له پاکستانه ۲۶ کورنۍ په جبري توګه راستنې شوې او په مرکز او ولسواليو کې ځای په ځای شوي او لازمې مرستې ورته په نظر کې نيول شوي دي.