پکتيا کې ۴۱ کورنۍ د نغدي مرستو څخه برخمنې شوې

د پکتيا ولايت په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د ليندۍ په لومړۍ نېټه ۴۱ بېځايه شوو او زيانمنو شوو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
په يادو مرستو کې ۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ وې، چې د مهاجرينو چارو رياست له پېژندنې او څارنې وروسته د مرستو د همغږۍ مؤسسې په مالي مرسته يادو کورنيو ته ووېشل شوې.